د ټولو اول خو ورور جانه تاسو ځان ته پښتو کښې د اردو دوه سترګې ه۔ په ځائې د پښتو غونډه (ه) په کار راولئ.
دويمه خبره دا ده چې افغانانو يقيناً چې ډير فانټونه جوړ کړي دي خو زمونږ د کار نه دي.. د هغوئ ټول فونټس کښې مجهوله "ے" نشته.. وجه ئې دا ده چې هغوي مجهوله اوږده "ے" نه بلکې سقيله 'ی" استعمالوي.
يو بله مسئله پکښې دا وي چې هغوي په بعضو فونټس کښې د فارسي 'ی" چې د الف مسکوره 'ی' عربي ي نه مختلف يونيکوډ قدر لري هغه هم نه استعمالوي.. نو مونږ د پښتونخوا پښتنو له په ليکلو کښې ستونځه رامخې ته کيږي...
ما د ايشيا کرور ټائپ فونټ چې واحد د پښتو معياري فونټ دے چې اوږده "ے" لري ځان ته تدوين کړے دے او په خپله حجره وغيره کښې دغه ئي پکاروم. دتدوينولو اړتيا ځکه راپيښه شوه چې د فارسي "ی" سپورټ پکښې نه وۀ او ما پکښې ورداخل کړو..
تاسو ئې هم ښکته کولے شئ.